سیاست

جمهور رئیس غني: د کورنۍ او هېواد د اقتصاد په وده کې د ښځو رول ارزښتناک دی

کابلباختر د چنګاښ د مياشتې٣٠
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون د ملګرو ملتونو دسازمان د ښځو ادارې له عمومي مسوولې فومزل ملامبو او ملګري پلاوي سره يې په ارګ کې وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په پیل کې مېرمن فومزل ملامبو د ښځو وضعیت د ښه والي په برخه کې د افغانستان ددولت لاسته راوړنې وستایلې وې ویل، په بېلابېلو دولتي او خصوصي کچو د ښځو د ګډون په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.
هغې وویل د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو اداره د ښځو وضعیت د ښه والي په اړه د افغانستان ددولت د ټولو پرېکړو ملاتړ کوي او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو ده.
ورپسې جمهور رئیس غني د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو ادارې عمومي مسوولې او ملګري پلاوي ته له ښه راغلاست وروسته، د ښځو د وضعیت د ښه والي په خاطر د افغانستان دولت په برنامو رڼا واچوله وې ویل، موږ په دې برخه کې په بېلابېلو کچو ښې لاسته راوړنې لرلې، خو دا لاسته راوړنې کافي نه دي، په هېواد کې د ښځو وضعیت د ښه والي په برخه کې باید لا ډېر  کارونه وشي.
هغه وویل، ښځې د افغانستان په بېلابېلو بنسټونو کې فعالیت لري، دا مهال څلور وزیرانې، اوه معینانې، څلور سفیرانې او یوه ښځه والي د دولت په چوکاټ کې کار کوي او د سترې محکمې د عالي شورا غړیتوب ته مو یوه تکړه او ژمنه ښځه نومولې وه، چې له بده مرغه په ولسي جرګه کې يې کافي رايې وانه خیستلې.
جمهور رئیس زیاته کړه، د ښځینه زندانیانو د وضعیت ارزونې په خاطر مو خاص کمیسیون موظف کړ، دا مهال په محبس او توقیف خونو کې ۸۰۰ ښځینه زندانیانې دي. هغه ښځې چې جرمونه یې واړه وو، خوشې شوې دي. دغه شان د بېلابېلو ملي ورځو او مناسبتونو لکه د مارچ اتمه د ښځوپه نړيواله ورځ کې د هغوی د حبس په میعاد کې تخفیف په پام کې نیول کېږي.
محمد اشرف غني د ښځو وضعیت د ښه والي په برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو ادارې نه د همکارۍ غوښتو تر څنګ وویل، د کورنۍ او هېواد د اقتصاد په وده کې د ښځو رول ارزښتمن دی.
جمهور رئیس وویل، دکرنې اواوبولګولووزارت او نورو وزارتونو د ښځو د اقتصادي ځواکمنتیا په برخه کې پام وړ فعالیتونو ترسره کړي دي، خو عمده ستونزه د افغان ښځو لاسي صنایعو د خرڅلاو لپاره د بین المللي بازار نشتوالی دی، امید لرم د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو اداره په دغه برخه کې همکاري وکړي. 
جمهور رئیس غني څرګنده کړه، په هېواد کې د ښځو او نجونو د تحصیلي شرایطو د ښه کولو په برخه کې حکومت په پام کې لري، هغو ښځو ته چې ښوونځي او پوهنتونونه یې د اوسېدو له سیمو لري دي لیله جوړه کړي. هغه زیاته کړه، ملګري ملتونه کولای شي چې په دغه برخه کې همکاري وکړي.
جمهور رئیس وویل، د افغانستان دولت د ښځو د مدني حقونو د ښه والي په برخه کې ډېرې هڅې کړي دي او د ښځو د زیږیدو، واده، طلاق، وراثت او ملکیت سندونو د ترتیبولو په برخه کې خاصه پاملرنه شوې ده. 
په پای کې د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو ادارې عمومي مسوولې وویل، په افغانستان کې د ښځو وضعیت په اړه د جمهور رئیس هر اړخېزې خبرې له هغې سره د راغلي پلاوي د امیدوارۍ او خوښۍ سبب شوې. هغې زیاته کړه، د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو اداره د ښځو د اقتصادي وضعیت د ښه والي په ډګر کې د لاسي صنایعو تولیداتو ته د بازار موندنې او د حقوقي سندونو د ترتیبولو لپاره هغوی ته د مشورې ورکولو په برخه کې مرستې ته چمتو ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته