نړيوالې خبري منابع باختر د وري اته ويشتمه :
دحقاني دشبکې يو کليدي قوماندان په جنوبي وزيرستان کې دپاکستان له امنيتي ځواکونوسره په نښته کې وژل شوى دى .
دپاکستاني خبرځايونو دخبر له مخې ، جګړه هغه وخت ونښته چې فاروق ځدران دحقاني دشبکې له لسو تنو نورو جګړه مارانو سره په جنوبي وزيرستان کې د پلټنې ديوې پوستې له خوا وپيژندل شو .
درارسيدلو خبرونوله مخې ، دحقاني شبکه دوزيرستان په قبايلي سيمو کې ډيره ده اوپه افغانستان کې دافغان او بهرنيو پوځيانو پرخلاف فعاليت کوي .
دفاروق ځدران ورور سنګين په ٢٠١٣ ميلادي کال کې په شمالي وزيرستان کې ديوې بې پيلوټه الوتکې په بريد کې وژل شوى و .
دامريکا متحده ايالاتو دپاکستان په استخباراتي ادارو دحقاني له شبکې سره دملاتړ تور لګولى دى .
خو پاکستان تل دغه تور ردوي .
1 1 دقیقه لوستل