سیاست

جمهوررئيس دولسي جرګې دانتخاباتو دترسره کولو په باب دملګرو ملتو دسازمان سرمنشي ته ډاډ ورکړ

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ١٦ :
جمهور رئيس غني  دملګروملتو دسازمان سرمشني بان کي مون ته ديوه ليک په ليږلو سره دولسي  جرګې او دولسواليو د شوراګانو د انتخاباتو دترسره کولو په باب ډاډ ورکړ ى دى.
دباخترآژانس دخبرله مخې :
د جمهوري رياست دوياند مرستيال  ظفرهاشمي  چې نن يې په کابل کې په يوه خبري غونډه کې  خبرې کولې څرګنده کړه ؛ چې دافغانستان اسلامي جمهوريت  جمهوررئيس دملګرو ملتو دسازمان سرمنشي ته يو ليک  ليږلى  دى  اودولسي جرګې اودولسواليو دشوراګانو دانتخاباتو دترسره کولو  په مقصديې دافغانستان دحکومت دتياري په باب  معلومات ورکړي دي.
دهاشمي دڅرګندونوله مخې  ؛ په دې ليک کې يادونه شوې ده  چې افغانان به يوځل بيا دولسي جرګې  او دولسواليو دشوراګانو دانتخاباتو درهبرۍ او مديريت مسووليت په غاړه ولري .
په دې ليک کې جمهوررئيس له دغه بهير سره   دنړيوالې ټولنې دمرستې او ملاتړ غوښتنه وکړه چې  شفاف  او دقناعت وړ انتخاب ترسره شي .
د جمهوررئيس د وياند مرستيال يادونه وکړه چې دانتخاباتو دترسره کولولپاره  دوه  کميټې فعالې شوې دي  .
لومړۍ کميټه چې دماليې دوزير په مشرۍ کار کوي  هلې ځلې کوي  چې  له نړيوالو بنسټونو سره  په همغږۍ کې دانتخاباتو دترسره کولو مالي سرچينې  پيدا کړي .  او دويمه کميټه چې مشرتوب  يې دکورنيو  چارو وزير په غاړه لري  دامنيتي پروګرامونو په باب  به کار وکړي.
ظفر هاشمي له نورو بنسټونو څخه وغوښتل چې ددغه بهير د ګړندي کولو په
خاطر   داصلاحاتو او دنورو اړتياو  په لرې کولو کې همکاري وکړي.
سره له دې چې  ده په دې اړوند  څرګندونې ونه کړې  خو ويې ويل ؛ چې په ملي شورا کې دانتخاباتي نظام داصلاحاتو دتقنيني فرمان تصويب ته سترګې په لاره يو .
د جمهوررئيس دوياند مرستيال په دې خبري غونډه کې دلوګرولايت   داستيناف محکمې په ودانۍ نننى بريد دجګړې په ډګرونو کې دوسله والو مخالفينو دماتې  او تاوتريخوالي ته دهغوى دمخې کولو بيلګه وبلله او ويې ويل چې په لوګر ولايت کې په نننۍ پيښه کې  غوڅ اکثريت قربانيان ملکي وګړي و.
دلوګر ولايت داستيناف محکمې په ودانۍ بريد په داسې حال کې  کيږي چې دوه ورځې مخکې دغزني ولايت دمحکمې ودانۍ هم دد غه شان تروريستي پيښې ډګر و  او څو ورځې مخکې هم  په يوه   ځانمرګي يرغلګر  دميدان ورد ګو ولايت داستيناف محکمې دکارکوونکو دسپرلۍ په موټر  بريد وکړ.
ځينې کسان دقضائيه  قوې په کارکوونکو او عدلي بنسټونو بريدونه   دهغو شپږو تنو  داعدام په وړاندې غبرګون بولي  چې په کابل کې دتروريستي فعاليتونو په جرم اعدام شول.                                                                                        خو  ظفر هاشمي وايي  چې دافغانستان  حکومت به دعدالت  له تامينولو     څخه   لاس په سر نه شي  او تروريستي ډلې   په لوګر کې  دنننۍ پيښې په      شان دبريدونو   په   ترسره کولـــــو سره  دهېواد په محکمو کې داصلاحاتو دپروګرام دناکامولو په لټه کې دي.
دولت به  دمحکمو دکارکوونکو او  دنورو ملکي  مامورينو دامنيت دتامينولو په موخه اقدامات وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته