امنیت

دملي اردو پنځه تنه سرتيرې دچاودنو په دوو جلاجلا پيښو کې شهيدان شول.

کابل – باختر دلړم دمياشتې ١٥
دملي اردو څلور تنه سرتيري پرون دفراه ولايت په مربوطاتو کې دماين دچاودنې
له امله شهيدان شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ :
دملي اردو څلور تنه سرتيرې د فراه ولايت دخاک سفيدولسوالۍ په مربوطاتو کې
د امنيتي دندو په بهير کې دماين دچاودنې له امله شهيدان شول .
دغه راز ددغو ځواکونو يوبل سرتيرى  دهلمند ولايت دسنګين ولسوالۍ په مربوطاتو کې دشخ کړاى شوي ماين د چاودنې له امله شهيد شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته