سیاست

دمشرانوجرګې او په پارلماني چارو کې ددولت دوزارت درهبري ګډه کاري غونډه جوړه شوه

٣٨-کابل باختر  د مرغومي يوولسمه

 ددولتي ارګانونو ترمنځ دښو اجرائيوي  اړيکو دتامينولو په باب  دمشرانو جرګې ددارالانشا او په پارلماني چاروکې ددولت وزارت  درهبري ګډه کاري غونډه  نن دملي شورا په مقر کې  جوړه شوه .

  دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته خبر ورکړ .

  په پيل کې  دمشرانوجرګې  ددارالانشا لوى رييس  محمد کاظم ملوان او په پارلماني چارو کې  ددولت وزارت مرستيال  ډاکتر  محمد کريم باز دملي شورا له مشرانو جرګې سره  ددغه وزارت  د تيرکال دهمغږو  کړو وړو دتاييدولو په ترڅ کې د قواوو د تفکيک  په پام کې نيولو او دصلاحيتونو  او دندو د تعادل داندازې  په رعايتولو سره  داړوندو ارګانونو ترمنځ  دښو  کاري اړيکو  دتامينولو په باب  خبرې وکړې .

 په پارلماني چارو کې ددولت وزارت  غوښتنې او يادداشتونه  چې ددغه وزارت  د حکومتي اړيکو درييس عبدالرشيد جانباز له خوا د اجرائيوي چارو  دښه والي او ګړندي کولو او د مشرانوجرګې او داجرائيه قوي ترمنځ داغيزمنو او متقابلو ګټورو اړيکو دتامينولو په مقصد وړاندي شول له سياسي پاسپورتونو څخه  دلازمې استفادې ، په خپل وخت  دبهرنيو سفرونو لپاره  دپيشنهادونو په وړاندي کولو ،  واکمنو مقاماتو ته درسمي سفرونو درپوټونو  په وړاندي کولو ، غونډو ته دحکومتي مقاماتو دبلنې لپاره  د منل شوي وخت  په رعايتولو ، دبهرنيو استازو او ديپلوماتانو د ديپلوماتيکو  تشريفاتو دمنل شويو نورمونو په رعايتولو او په ځينو نورو مسئلو  دلالت کاوه  چې په دې غونډه کې وړاندي شول .

  دمشرانوجرګې ددارالانشا لوى رييس  محمد کاظم ملوان اودمشرتابه هيئت  څو تنو غړو  دطرحه شويو  مسئلو په اړوند خبرې وکړې او غوښتنه يې وکړه  چې دهيواد په اساسي قانون کې  دملي شورا  د ليکل شويو صلاحيتونو دکارولو لپاره  داسانتياو دبرابرولو په لاره کې  دمقننه قوي  د دريځ  په رعايتولو سره  دمشرانو جرګې  ددارالانشا  اوپه پارلماني چارو کې  ددولت وزارت ترمنځ  زياتې همغږي  رامنځته شي .

  دغه راز په غونډه کې  بودجوي ستونزې ،  دبهرنيو ضروري سفرونو کمښت او له پارلمان سره  دبهرنيو  تمويلوونکو  دمرستو  فوق العاده کمښت  دملي شورا ددارالانشا دکارکوونکو دامتيازونو ټيټه کچه چې دکدرونو دتيښتې سبب کيږي  طرحه شوه او دواړو لورو موافقه وکړه   چې دحل دمناسبو لارو چارو په لټولو او دزياتې همغږي  په خاطر دې په راتلونکي کې  دمسوولينو  او رئيسانو په کچه  نوري پلان شوي  غونډې  جوړې شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته