-کابل باختر دچنګاښ ١٤ مه
په زابل کې دطالبانو په سنګرونو دپوځيانو په برېدونو کې لس ډار اچوونکي ووژل شول او شپږ نور يې ټپيان شول .
په دغو طالبانو تېره شپه دزابل په ځينو برخو کې ددوى په پټنځيو برېدونه وشول . دهېواد په جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دغو برېدونوکې دوسله والو طالبانو دډلې لس غړي ووژل شول اوشپږ نور يې ټپيان شول .
هغه وويل: وسله والو طالبانوپه زابل کې په خپلو پټنځيو کې ديولړډاراچونې برېدونو په پلان جوړولو بوخت وو چې پرې برېدونه وشول .
ويل کېږي چې په دغو برېدونوکې دطالبانو درې سنګرونه له خاورو سره خاورې شول . ختم_ عطاالله_ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ