امنیت

په قندهار کې دچاودنې له امله يوولس تنه ووژل شول .

کابل باختر دسلواغي اتمه
دهغې چاودنې له امله چې تيره شپه په قندهار ښار کې وشوه داتو تنو پوليسانو په ګډون يوولس تنه ووژل شول او درې تنه نور پوليسان ټپيان شول .
دقندهار دوالي ددفتر دعامه اړيکو مسوول جاويد فيصل باختر اژانس ته وويل دغه پيښه دقندهار ښار په پنځمه ناحيه کې  له هغه وروسته رامنځته شوه چې دپوليسو افرادو په ساحه کې يو ماين کشف کړ او په دې اړوند يې درې تنه نيولي وو .
  فيصل وويل دپوليسو افرادکله چې له سيمې څخه امنيه قوماندانۍ ته ستنيدل ، په سيمه کې  چاودنه وشوه او له امله يې اته تنه پوليسان او درې تنه نيول شوي کسان ووژل شول او درې تنه نور پوليسان ټپيان شول .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته