ورزش

د هېواد سکي بازانو د ١٢٤ هېوادونو په منځ کې درې اويايم مقام يې وګاټه

کابل- باختر د سلواغې دمياشتې ٣٠
د هېواد د سکي بازانو ټيم په سويس کې د سکي په نړيوالو سياليوکې ٧٣ مقام يې وګاټه.
په دغو سياليوکې له ١٢٤هېوادونوڅخه ١٤٠ تنه ورزشکاران ګډون کړى و چې د بامياني سکي بازانو په استازيتوب سجاد حسيني او علي شاه ګډون کړى و
د سکي د ملي فدراسيون رييس افضل نوري نن د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه سيالۍ په سويس کې پيل شوې دي چې له افغانستان څخه دوه سکي بازانوسجاد حسيني او علي شاه د ١٢٤ هېوادونو په منځ کې ٧٣ مقام يې وګاټه.
د نوري د څرګندونو له مخې: د هېواد سکي بازانو د دغه مقام په ګټلو سره د ښه ځليدو او پرمختګ لپاره لاره پرانستله او ټاکل شوې ده د ٢٠١٨ م کال د ژمني المپيک په سياليوکې ګډون وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته