امنیت

په غزني کې دسلو تنو ځوانانو د ډله ئيزو وادونو مراسم پرځاى شول .

کابل باختر دوږي شلمه :
دپنځوسو پيغلو  او ځوانانو د ډله ئيزو وادونو مراسم پرون په غزنې ولايت کې پرځاى شول .
دباختراژانس دخبرله مخې،  دغه مراسم دسيد الشهدا او داسايش  د خيريه بنسټونو په مالي مرسته ددغو پيغلو او ځوانانو دکورنيو ، ديني عالمانو او دقومي مشرانو په وړاندې دنعتونو په ويلو او دديني ويناوو په اورولو سره پرځاى شول .
يوه ديني عالم او ددغه پروګرام  مسوول سيد ګل احمد متعمدي  وويل چې ځينې کورنۍ  له ناوړه فرهنګ څخه په استفادې سره دخپلو ځوانانو  دواده اوخوشحالۍ په مراسمو کې زياتې پيسې  لګولې چې داسلامي شريعت او دافغاني دودونو او رواجونو پر خلاف کار دى .
ده زياته کړه چې په دې پروګرام کې دغزني اوپکتيکا  له ولايتونو څخه دپنځوسو پيغلو او ځوانانو دواده مراسم پرځاى شول .
يوشمير  دغه پيغلې او ځوانان له څو کلونو راپديخوا داقتصادي کمزورتيا په دليل د کوژدن  په حال  پاتې وو او دخپل واده دلګښتونو دبرابرولو توان يې نه درلود .
په غزنې کې ديني عالمانو ددغه ولايت له ټولو کورنيو په تيره بيا خلکو څخه وغوښتل چې دخپلو ځوانانو دکوژدن په بهير کې دې له اسلامي دودونو څخه سرغړونه ونه کړي .
په همدې حال کې يوله دغو ځوانانو څخه باختراژانس ته وويل چې ده پنځه کاله مخکې دخپلې خاله له لور سره کوژده  کړې وه خو د اقتصادي ستونزو او دواده ملا ماتوونکو لګښتونو له امله دخپل واده په کولو نه وبريالى  شوى .
  ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته