سیاست

تبصــــــــــــــــــــــــــــــــره

کابلباختر د غبرګولي ٦ مـــــه  

دفرا نسې جمهور رئيس فرانسوا او لا ندکابل ته په سفر کې ژمنه و کړه چې له افغا نستان سره به ددغه هيواد همکارې اوږد  مهاله وې اود فرا نسوې ځوا کو نو وتل د کار پاى نه دي .

 د باختر ا ژانس سياسي مبصر ليکي : ښاغلي او لا ند په داسي حال کې کا بل ته سفر وکړ چې د فرا نسې دجمهور رئيس په تو ګه دده له ټاکل کيدو څخه يواځې څو ورځې تيريږي او ده د  انتخا باتي مبارزو په ورځو کې ژمنه وکړه هغه فرانسوې عسکر چې په افغا نستان کې د نا تو دځوا کونو په چوکاټ کې فعاليت کوي ، له دغه هيواد څخه باسي ،کله چې دقدرت په ګدي ډډه ولګوله ، په خپلي ژمنې يې وفا وکړه اواعلام يې و کړ چې فرا نسوې عسکر دروان کال تر وروستيو وختو پورې له افغا نستان څخه وځې .

دفرا نسوا اولاند دغه حرکت د تروريزم پر خلاف دمبار زي په نړيواله ټولنه کې چې په افغا نستان کې پوځې شتون لري، دانديښنو اوبد ګومانيو سبب شو ، ځکه د تروريزم پر خلاف دمبارزي د نړيوال ايتلاف غړي په دې کار ژمن دي چې له افغا نستان څخه و تل بايد مسولا نه وې .

 دسياسي کارپو ها نو په با ور ټولي انديښنې او بد ګو ما نې دفرانسې په نسبت  وې چى ښا غلي او لاند يې دې ته اړ کړ چې له فرا نسې څخه بهر خپل څلورم سفر افغا نستان ته و کړى او کا بل ته راشي . او لا ند په دې ترڅ کې چې د خپل هيواد له هغو عسکرو سره چې زيا تره يي چې دري زره درې سوه پنځوس تنه دي ، په سرو بي او کاپيسا کې ميشت د ي ، و کتل او له جمهور رئيس کر زي سره د کتنې لپاره د جمهوري رياست ارګ ته ور غى او له ده سره يې اوږدي خبري و کړې ، ويل شوي دي چې په دې کتنه کې د بيلا بيلو مواردو په باب خبرې وشوې

 له شک پرته له دغه هيواد څخه د فرا نسوې عسکرو د وتلو مسئله د خبرو په سر کې وه

هغه څه چې او لا ند له خپل افغان سيال سره د خبرو په پاى کې څرګند کړ ددې څرګندوي و چې فرا نسه غوا ړي ، د خپلو لويديځو متحدينو  هرډول هغه ا نديښنه چې له ټا کلي مو دي څخه مخکې له افغا نستان څخه د فرا نسوې عسکرو د وتلو  له ا مله شته لري کړي

 او لا ند د هغه څه پر خلاف چې لويديځو مطبو عا تو په ٢٠١٢ م کال کې د فرا نسوې عسکرو د بشپړ وتلو په باب ويلي و ، څرګنده کړه چې ددرې زره درې سوه پنځوسو عسکرو له جملي څخه يوا ځې دوه زره تنه يې په ٢٠١٢ م کال له افغا نستان څخه ووځې او نور به د ٢٠١٣ کال په لو مړيو ميا شتو کې له افغا نستان څخه ووځې خو دغه وتل په بشپړه تو ګه له افغا نستان څخه د وتلو ما نا نه لري ، بلکي د امنيتي ځوا کو نو په رو زنه او بيا جوړولو کې به فرا نسه خپل شتون ته د پخوا  په شان دوام ور کړي

د فرا نسې جمهور رئيس په ډا ګه کړه :  د وتلو پرو ګرام هما غه شان چې موږ پري ژمن او ولاړيو نور اروپا يي هيواد ونه هم له افغا نستان څخه  د وتلو  لپاره جدول لري .

 دښاغلي او لا ند په خبرو کې مهم ټکي د وتلو په باب د فرا نسوې او افغا نۍ مقا ما تو موافقه  ده .

افغا نۍ مقا ما تو مخکې د امنيتي مسووليتو نو د ترلاسه کولو په مقصد يو مناسب زمانې جدول طرحه کړى د ى چې په اوس وخت کې ددغې  طرحي دريم پړاو چې شپږ مياشتې وخت نيسې داجرا په حال کې دي اود کاپيسا ولايت د امنيتي مسووليتو نو ترلاسه کول چې زيات فرا نسوې عسکر پکې ديره دي د امنيتې مسووليتو نو د ليږدونې په دريم پړا و کې ځاى نيو لي دي

او لا ند له دې ا مله خوښ و چې افغا ن د امنيتي مسووليتو نو په ترلاسه کولو کې مخکښ او بريالى دي اود افغا نستان ددولت  په مشر تا به کې د همکاري ښه رو حيه ليدل کيږي له هيلو ډکه خبره د جمهور رئيس په خبرو کې چې کيداي شي ښه پيغام وې د افغا ن داردو او پوليسو د منسو بينو دروزنې په مقصد د فرا نسوې استادانو شتون دي

په دې ترڅ کې د فرا نسې جمهور رئيس پر دې ټکي ټينګار کا وه چې د فرا نسې او افغا نستان  ترمنځ استرا تيژيکې موافقه ليک چې څه مو ده مخکې د حا مد کرزي اود فرا نسې د پخوا ني مشر نيکولاي سارکو زي ترمنځ لاسليک شو په خپل قوت پا تي کيږي

دغه راز دغه هيواد  به د افغا ن امنيتي مرکزو نو د منسو بينو په روزنه کې په دوا مدار ه توګه په ونډې اخيستنې سر بيره درو غتيا ، پو هنې او هوا يې چلند په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي

 د کار پو ها نو په با ور فرا نسوا او لاند کا بل ته  په خپل سفر کې يوڅرګند ټکې بيان کړ. ده خپل لويديځ دوستان وپوهول چې له افغانستان څخه په وتلو کې د خپلو نورو شريکا نو په څير ځان مسوول بو لى او ددې ټکې په بيا نولو سره چې د فرا نسې او افغانستان دد وا ړو هيوادو نو ترمنځ استرا تيژيکې سند دغه راز قوي دي او تفهيم يې کړ چې فرا نسه به له ٢٠١٤ کال وروسته  کلو نه کلونه هم د افغا نستان د خلکو ترڅنګ وي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته