سیاست

د افغانستان د جمهور رئیس محمداشرف غني د غمشریکۍپیغام

کابل باختر د لړم شپږ ويشتمه :
  په خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چې قومي مشر او د پارلماني چارو وزارت سلاکار حاجي ګل احمدزی د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو.
انا لله و انا الیه راجعون
حاجي ګل احمدزي پرافغانستان د شورویانو د یرغل پرمهال د دین، هېواد او خپلو خلکو د دفاع په خاطر په مقدس جهاد کې عملاً برخه واخیسته او همدارنګه یې د قومي مشر په توګه د خلکو او ولسونو ډېرې شخړې او ناخوالې د جرګو له لارې په اساسي توګه حل کړې.د هغه مړینه یوه ضایعه ده
د حاجي ګل د مړینې په مناسبت د ده کورنۍ، دوستانو، همکارانو او د پکتیا ولسونو ته تسلیت وایم او له خدای تعالی څخه ورته جنتونه غواړم.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته