ښوونه او روزنه

په پولي تخنیک پوهنتون کې د هندوکش جیولوجي شپږم نړیوال کنفرانس جوړ شو

کابل_باختر د وږي د مياشتې٢١مه
په پولي تخنیک پوهنتون کې د هندوکش جیولوجي شپږم نړیوال کنفرانس جوړ شو.
د لوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دغه کنفرانس کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست، د کانونو او پټرولیم وزارت سلاکار، د مرکزي پوهنتونونو رئیسانو، د پولي تخنیک پوهنتون مشرتابه پلاوي، د چک هېواد اکاډمیک پلاوي او د اړوندو برخو کارپوهانو، استادانو او محصلانو ګډون کړی و.
د یاد کنفرانس موخه د جیولوجي علومو په برخه کې د استادانو او څیړونکو د علمي مقالو ارایه کول او د پوهنتونونو او تحصیلي موسساتو استادانو لپاره د څیړنو د غوره زمینو برابرول دي.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ډاکټر عبداللطیف روشان د کنفرانس له جوړونکو څخه د مننې ترڅنګ د هېواد د کانونو د ارزښت په اړه خبرې وکړې ویې ویل: " کانونه د هېوادونو یوه مهمه اقتصادي برخه ده او د هېوادونو په پرمختګ کې ځانګړې اقتصادي ارزښت لري. که چیرې د افغانستان کانونه په ښه ډول مدیریت شي او ترینه ښه ګټه پورته شي، په بېلابېلو برخو کې به زموږ د هېواد د پرمختګ لامل شي. "
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست هیله وښوده چې داسې کنفرانسونه کولی شي د هېواد له کانونو څخه په ښې ګټې اخیستنه کې اغیزمن ثابت شي. نوموړي په تحصیلي بنسټونو کې د ورته کنفرانسونو پر دوام ټینګار وکړ.
ډاکټر روشان وویل: د دې کنفرانس او نور تیرو شویو پنځو کنفرانسونو ټولې مقالې به چاپ او د اړوندو څانګو استادانو په اختیارکې به ورکړل شي.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د تحصیلي بنسټونو د ودې لپاره د لوړو زده کړو وزارت د ترلاس لاندې پروګرامونو خبر ورکړ او ویې ویل: دغه پروګرامونه به ګام په ګام پلي شي.
د پولي تخنیک پوهنتون رئیس پوهنوال ډیپلوم انجنیر محمد سعید کاکړ په وینا په دغه کنفرانس کې ۱۸ علمي – څیړنیزې مقالې د افغانستان د منرالي ذخیرو، جیوتکتونیک او چاپیریال ساتنې هایدرولوجي په اړه د افغانستان، پاکستان، ایران چک هېوادونو څیړونکو له خوا وړاندې کیږي.
همدارنګه د کانونو او پټرولیم وزارت سلاکار او څو تنو نورو د کنفرانس د ارزښت او افغانستان د زیرمو په اړه خبرې وکړې او ورته کنفرانسونه یې د افغانستان تر ځمکې لاندې زیرمو د مدیریت په برخه کې اغیزمن وبلل.
دغه کنفرانس دوه ورځې دوام کوي چې په ترڅ کې به یې د پوهانو او څیړونکو له خوا علمي مقالې واورول شي.#
پاى_ج 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته