کابل باختر د غبرګولي نهه ويشتمه :
دعبدالصبور په سرګروپۍ اته تنه وسله وال طالبان له خپلو وسلو سره په فارياب ولايت کې دسولې له بهير سره يوځاى شول .
دقيصار ولسوالۍ امنيه قوماندان نظام الدين قيصاري دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه وسله وال طالبان دفارياب ولايت د پښتون کوټ ولسوالۍ دخواجه موسى په ساحه کې ددغه ولايت دامنيتي ځواکونو داوپراتيفي کار له امله دسولې له بهير سره يوځاى شوي دي .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې دغو کسانو ديو هاوان او ديو زيکويو په ګډون لس ميله سپکه او درنده وسله هم دولت ته وسپارله .
0 د یوې دقیقې څخه لږ