اقتصاد

سيلاونو دهرات دغوريانو ولسوالۍ خلکو ته مالي تاوان واړوه

کابل – باختر دسلواغۍ دوه ويشتمه :
وروستيو سيلاونو دهرات ولايت دغوريانو ولسوالۍ د استوګنې کورونو او کرنيزو ځمکوته زيات تاوان اړولى دى .
دولسي جرګې غړي ډاکتر صالح محمد سلجوقي چې دغوريانو ولسوالۍ ديو شمير قومي مشرانو او مخورو په ملګرتيا يې دهرات له والي ډاکتر داودشاه صبا سره کتلي دي درسيدلو تاوانونو کچه پراخه وبلله.
دخلکو دغه استازې وايي چې په زنده جان ولسوالۍ کې دکانال جوړول له شاوخوا دښتو څخه دغوريانو ولسوالۍ داستوګنې کورونو او کرنيزو ځمکو ته دسيلاونو دتګلوري دبدلون سبب شوى دى .
ديو ديرشو کيلومترو په اوږدوالى او دڅلوراعشاريه نهو ميليونو امريکايي ډالرو په لګښت په زنده جان ولسوالۍ کې داوبو دنوى کانال دجوړولو پلان له يونيم کال راپه دې خوا طرحه دى .
ددغې کتنې په بهير کې دهرات والي ژمنه وکړه چې د غوريانو ولسوالۍ دخلکو غوښتنه به دهريرود سند دحوزې له رياست سره په تفاهم کې وڅيړ ي دهرات والي وايي: ټاکل شوې ده ديوې مياشتې په دننه کې دزندان ولسوالۍ داوبو کانال ګټې اخستنې ته وړاندې شي چې په دې صورت کې دغوريانو ولسوالۍ دخلکو ستونزې هم لري کيږي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته