امنیت

د بلک هاک چورلکو لومړۍ جوفه قندهار ولایت ورسېده

قندهار باختر د وږي د میاشتې ۲۸ مه
د بلک هاک چورلکولومړۍ برخه چې د امریکا متحده ایالاتونو له خوا یې افغان هوايي ځواکونو ته د ورکړې ژمنه شوې وه، تېر ماښام لومړۍ جوفه يې د قندهار ولایت هوايي ډګر ته ورسېده.
د قندهار ولایت مقام د رسنيو مسوول فضل الباري بريالي باختر اژانس ته وويل  د بلک هاک چورلکو رسېدل يې تائيد کړل خو د کره شمېرې په اړه يې څه ونه ویل.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د امریکا متحده ایالاتونو دفاع ورازت ویلې وه چې تر راتلونکې یوې اوونۍ پورې به افغانستان ته شپږ بلک هاک الوتکې وسپاري.
مخکې له دې هم امریکا اعلام کړی وه چې تر راتلونکو څلورو کلونو پورې به افغانستان ته یو سلو پنځوس بلک هاک او لسګونه نورې الوتکې وسپاري.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته