امنیت

ترلاسه شوي جنګي وسايل د و سلو د راټولولو کميسيون ته وسپارل شول

کابل- باختر دثور دمياشتې ٢٩
يوه اندازه سپکې او درندې وسلې نن د لوګر ولايت دامنيې قوماندانۍ له خوا په دغه ولايت کې د وسلو د راټولولو کميسيون ته وسپارل شوې.
د لوګر ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحق زي دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو جنګي وسايلوکې اته کلاشينکوفونه، د داشکې اووه ويشت صندوقه ګولۍ ، د موزايلو دوه ماينونه ، د توغندي پنځلس ماينونه ، لس بوري چاوديدونکي توکي، پنځه يولس ډزې ټوپکونه، د وسايطو ضد څلور ماينونه ، درې آر-پي- جي – ٧ توغندي ويشتوونکي، پنځه موټر سايکلونه او درې مخابرې شته.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته