کابل، د سلواغې لومړۍ نېټه، باختر
د هلمند ولایت نهرسراج ولسوالۍ اړوند د ناصرو په سیمه کې د کندهار ــ هرات پر لویه لاره د سعد ابن ابي وقاص رض په نوم یو جومات کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه او یو شمېر نورو چارواکو له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په دغو مراسمو کې د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس حافظ عبدالباري راشد وویل چې دا جومات د قطر هېواد شاهي کورنۍ د غړي شیخ حمد بن عبدالله بن محمد آل ثاني له لوري د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د اطلاعاتو او کلتور وزارت په سپارښتنه په ۳ جریبه ځمکه کې جوړ شوی دی.
نوموړي زیاته کړه چې یوه برخه يې د نارینه وو لپاره او یوه برخه يې د ښځینه وو لپاره ده، چې د نارینه وو او ښځینه وو لپاره ده چې په یوه وخت کې د ۴۰۰ نارینه وو او په زیات شمېر ښځینه وو لمونځ کوونکو د ځای کولو ظرفیت لري.
د یاد جومات په جوړېډو سره به د لویو لارو د مسافرو زیات شمېر ستونزې حل شي.