امنیت

ديو لړ چاودنو مخه ونيول شوه .

کابل – باختر دغبرګولي دمياشتې ٤
دهيواد په جنوب کې ديو لړ چاودنو دترسره کولو لپاره د طالبانو طرحه تيره شپه ناکامه شوه .
ددغې ډلې افرادو لس ماينونه دقندهار ، روزګان او دهلمند دولايتونو په لويو لارو کې ښخ کړي و چې امنيتي ځواکونو دخلکو په همکارۍ دغه ماينونه شنډ او دچاودنو مخه يې ونيوله .
طالبانو ددغو ماينونو په ښخولو سره غوښتل په ملکي وګړو يو لړ چاودنې ترسره کړي .
ويل کيږي دغه ماينونه دهيواد د جنوب په ګڼ ميشتو لارو او سيمو کې ښخ کړى شوې وو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته