امنیت

د طالبانو د ډلې يو قوماندان په کندز کې ووژل شو

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٩
د وسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان پرون له لسو تنو افرادو سره يې په کندز ولايت کې د امنيې ځواکونو په هوايي بريد کې ووژل شو.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د باختر آژانس خبريال ته وويل: د طالبانو يو مشهور قوماندان مولوي مسکين چې د کندز ولايت په مربوطاتوکې يې په زياترو تروريستي فعاليتونو کې رول درلود؛ دکندز ولايت په مرکز د حضرت سلطان په چقر قشلاق په سيمه کې د امنيتي ځواکونو په هوايي بريد کې له لسو تنو افرادو يې ووژل شو.
دغه راز امنيتي ځواکونو وکولاى شول چې دبدخشان ولايت دجرم ولسوالۍ دشيخ ولول په لاره کې د وسايطو ضد دوه ماينونه د بغلان ولايت د ډنډ غوري د نياز الله د کلي په لاره کې دوه ماينونه او د فارياب ولايت د دولت آباد ولسوالۍ د آستانه بابا په لاره کې د يوه ماين په کشف او شنډولولو چې د تروريستانو له خوا نوى ځاى پرځاى شوى و ، د څو تروريستي پيښو مخه ونيسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته