کابل باختر د کب دمياشتې ٢٤ :
په روزګان ولايت کې پرون پنځه تنه وسله وال طالبان د دوى له خوا د جوړ شوي ماين د چاودنې له امله ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
پنځه تنه وسله وال طالبان د روزګان ولايت د چورې ولسوالۍ د غره په کلي کې د استوګنې په يوه کورکې کله يې چې غوښتل نوروکسانو ته ماينونه جوړ کړي؛ د ماين په چاودنه کې ووژل شول او دغه راز په دې پيښه کې د هغو درې موټرسايکلونه هم ويجاړ شوي دي.
ديوبل خبرله مخې:
د ګيزاب ولسوالۍ په برمل ساحه کې د ملامحمد او ملا ستار په نومونو دوه وسله وال ماين ښخوونکي طالبان د ماين ښخولو په وخت کې د ماين د چاونې له امله ووژل شول.
0 1 دقیقه لوستل