امنیت

دننگرهارولایت په مربوطاتوکی یو وسله وال طالب تسلیم شوی ، همداشان دکونړولایت په مربوطاتوکی دوسله وال بریدپه ترڅ کی (۱)تروریست ټپی اویوه اندازه وسلی اومهمات یی ترلاسه شویدی.

کابل باختر د زمري د مياشتې ٣٠مه: دعبدالجبارپه نامه یو وسله وال طالب چی مخکی له دی یی دګوشتی ولسوالی دکوزه دی سیمه کی ورانکاری فعالیتونه ترسره کول له نیکه مرغه پرون یی حقیقت درک کړی اود۲۰۱سیلاب قول اردو دڅلورمی پلی لوا اړوندانوته له (۱) میل کلاشینکوف وسلی سره یوځای تسلیم شویدی. پرون یو تروریست دکونړولایت دمروری ولسوالی په اړونده سیمه کی ددفاعی اوامنیتی ځواکونودامنیتی پوستی په لارکی ماین ځاي پرځای کولوپرمهال د۲۰۱ سیلاب قول اردودوهمی پلی لوا ددوهم کنډک اړوندانوتربریدلاندی راغلی چی په ترڅ کی یی ټپی شوی تروریست له سیمی تښتیدلی اودهغی (۱)کلاشینکوف ، (۴)شاژورونه ، (۱)لاسی بم (۱) عدد د ویل آله دبرق لین سره یوځای ددوهمی پلی لوادیادکنډک منسوبانولاسته ورغلي دي. تروریستان او ترهګرباید دسولی له پروسی سره یوځای شی که نه نودملی دفاعی اوامنیتی ځواکونه چمتودی چی دهوایی ، توپچی اوپليو جګړه ییزوعملیاتوپه پایله کی به یی ډیر ژر له منځه یوسی.پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته