ټولنه

د مبارکۍ پيغامونه

کابل باختردزمري دمياشتې٢٧نيټه :  
د نیکمرغه لوی اختر په مناسبت د مبارکۍ پيغامونه
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس محمد اشرف غني، لوړ رتبه دولتي مقاماتو او د افغانستان د ټول ملت په نامه د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو او د نيکمرغه لوى اختر د را رسيدو په مناسبت د مبارکۍ پيغامونه باختر آژانس ته را رسيدلي دي.
په پيغامونوکې د هېواد د خپلواکۍ او آزادۍ ساتل د افغانستان د خلکو د وديعې په توګه  ملي او اسلامي پور بلل شوى او طرحه شوې ده چې د افغانستان خلک په يو والي او اتحاد سره د تاريخ د سترو ابر قدرتونو په وړاندې دريدلي دي خو بې اتفاقي او په قوم، ګوند، تنظيم او قبيلې پورې تړلتيا د دغه هېواد د خلکو کار نه دى او په دغه شان تشو مفکورو نه شي کيداى په موجودو چلنجونو بريالي شو.
دغه راز په پيغامونوکې د نيکمرغه لوى اختر د را رسيدو په مناسبت ويل شوي دي  چې د دين مشران او د الله (ج) د دربار مقربانو د الله (ج) د امر د تحقق په خاطر آن د خپلو بچيانو قربانۍ ته چمتو شول، خو په افغانستان کې واک ته درسيدو په خاطر د اسلام د مقدس دين د لارښوونو پرخلاف هره ورځ د دغه هېواد خلک قرباني کيږي.
په پيغامونوکې له وسله والو مخالفينو څخه غوښتنه شوې ده چې د نيکمرغه لوى اختر په درناوي او د اخترونو د سترې فلسفې په رعايتونو سره چې روغه جوړه او له دښمنۍ څخه لرې والى دی، سولې ته مخه وکړي او له دې لارې د دغه ملت په ټپونو پټۍ کيږدي .
دغه پيغامونه د سترې محکمې، د مهاجرينو د راستنولو د چارو، انرژۍ او اوبو او د کانونو او پتروليم د وزارتونو، د اساسي قانون په تطبيق باندې د خپلواک کميسيون، د سياسي او فرهنګي بنسټونو، د ښوونځيو او د لوړو زده کړو د موسسو، سياسي  ګوندونو او د ټولنيزو او وګړنيو سازمانونو د مشرتابه له خوا باختر آژانس ته را رسيدلي دي.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته