کابل / باختر / د سلواغې د مياشتې ۲٥مه
د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په تیرو۲۴ساعتونو کې۱۱ګډ تعرضي او چاڼیزعملیات او ۷۹ځانګړي کوماندویي دندې د جګړه مارانو او ترهګرو په ځالو او د هغوى د له منځه وړلو په موخه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ترسره کړې او د افغانستان هوایي ځواکونو، د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه ۲۷ پروازونه ترسره کړل چې په پایله کې ۱۳ تنه وسله وال ډار اچوونکي وژل شول او ۱۱تنه نوريې ټپیان شول .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه عملیات د هوایي ځواکونو په ملاتړ د کاپیسا، پروان، غزني، کندهار، نیمروز، بلخ، جوزجان، تخار او هلمند په ولایتونو کې ترسره شول چې په پایله کې د هلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کې ۸ تنه ترهګر ووژل شول او ۵ تنه يې ټپيان شول. همدارنګه د نیمروز ولایت په دلارام ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه يې ټپيان شوي دي او د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه نوريې ټپيان شوي دي.
دغه راز په دغو عملياتو کې د دښمن څو موټرسایکلونه او یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي او ۱۷ ماینونه چې د هېواد د دښمنانو له خوا په بېلابېلو سيموکې ځای پر ځای شوي و، د ملي اردو د انجنیرۍ ټیمونه له خوا کشف او شنډ کړاى شوي دي.#
0 1 دقیقه لوستل