فرهنګ

يوسلو دوه قلمه تاريخي اثار ملي موزيم ته وسپارل شول .

کابل باختر د وږي   يوولسمه :
يوسلو دوه قلمه  تاريخي اثار چې دمس عينکو له لرغونو ساحو څخه ترلاسه شوي دي دساتنې په مقصد ملي موزيم ته وسپارل شول .
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دلرغون پوهنې رييس عبدالقدير تيموري دباختراژانس خبريال ته وويل يوسلو دوه قلمه  منقول اثار چې مجسمې ، خټين اثار ،  خټين  لوښې او فلزي  سکې چې ښايي له څلورمې  ميلادي پيړۍ څخه تر پنځمې ميلادي پيړۍ پورې  او ښايي  دکوشانيانو  او يفتليانو په  دورو پورې  اړه ولري په وروستيو دريو مياشتو کې دلرغون پوهنې  درياست دلرغونپوهانو دکيندنو  په نتيجه کې او دبهرنيو  لرغونپوهانو په همکارۍ  دمس عينک له لرغونو ساحو څخه ترلاسه شوي دي .
ده زياته کړه چې دغه اثار کابل ته ليږدول شوي او دساتنې په خاطر ملي موزيم ته سپارل شوي دي  او دغه راز په لسګونو نور غير منقول  اثار هم دمس عينک  له لرغونو ساحو څخه ترلاسه شوي دي چې په دغو  ساحوکې ساتل کيږي .
تيموري زياته کړه چې په مس عينک  سيمه کې  زياتې لرغونې او تاريخي ساحې شته چې اته ساحې  يې داطلاعاتو او فرهنګ  وزارت دلرغون پوهنې  رياست دکار په لومړيتوب کې ځاى لري او په دغو ساحو له ١٣٨٨ هجري لمريز کال څخه تراوسه پورې دلرغونپوهنې درياست له خوا دکيندنو او پلټنو  کار دوام لري .
دلرغونپوهنې رييس وويل چې دمس عينک په بيلابيلولرغونو ساحو کې دکيندنو دکار له پيل څخه تراوسه پورې په بيلابيلو  تاريخي دورو پورې اړوند په زرګونو منقول او غير منقول تاريخي اثار کشف او ترلاسه شوي دي .
ده زياته کړه  چې دغه منقول  اثار کابل ته ليږدول شوي او دساتنې په خاطر ملي موزيم ته سپارل شوي دي او غير منقول  اثار په دغو ساحوکې ساتل کيږي .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دلرغونپوهنې رييس عبدالقدير تيموري  څرګنده کړه چې دغه راز دکار له پيل څخه تراوسه پورې د کابل دشهداي صالحين  دسيمې دقول توت  او  تپه نارنج   په لرغونو  او تاريخي  ساحوکې دکيندنو په نتيجه کې څه دپاسه لس قلمه منقول اثار او يوشمير غير منقول اثار ترلاسه شوي دي چې په منقولو  اثارو کې يې مجسمې ، فلزي سکې ، خټين لوښې او خټين  پارچې شته او په غير منقولو  اثارو کې  دسکو پرمخ ناست دبودي ستوا مجسمه  ودانۍ ، دهليزونه ، سکوې  او دمجسمې  يوه جوړه سترې  پښې شاملې دي .
  تيموري وويل  دتپه نارنج  او دقول توت يو زيات شمير غير منقول اثار ترميم شوي او يوشيمر نور يې تر کار لاندې دي .
ده زياته کړه چې دکابل دشهداي صالحين دسيمې دتپه نارنج  او قول توت دساحو دکيندنو کار  دلرغونپوهنې  درياست له خوا او په فرانسه کې  دميشتو افغان لرغونپوه ظفر پيمان په همکارۍ  پيل شوي او دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته