فرهنګ

دخبريالۍ دفنونو د روزنيز پروګرام د ويم پړاو پيل شو

کابلباختردوږي دمياشتې ١٠
د دولتي رسنيوخبريالانوته دخبريالۍ دفنونو د روزنيز پرو ګرام دويم پړاو نن دايران د اسلامي جمهوريت د مشهددخبردپو هنځي له خوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مطبوعاتو په نړيوال تالار کې جوړ شو  .
دباخترآژانس دخبريال د خبر له مخي :  په هغې غونډه کې چې له همدې ا مله جوړه
شوې وه په پيل کې د باخترآژانس رييس خليل مينوي د ايران د اسلامي جمهوريت د مشهد ښاردخبر دپوهنځي له استادانو څخه د قدردانۍ په ترڅ کې چې دباختر
آژانس ،  ورځپاڼو او د دولتي رسنيو له خبريالانو سره يې په روز نيز پروګرام کې همکاري کړيده او کوي يې ،  وويل  نن ورځ د ايراني دوستانو په همکارۍ په دې بريالي شو چې د روزنيز پروګرام دويم  پړاو هم  پيل کړو  .
ده دخبريالانو دمسلکي ظرفيت د لوړولو د ارزښت په باب خبريې وکړي او ويې ويل په دې روزنيز پروګرام کې د پرمختللي خبر ليکلو اورپوټ ليکلو ، دخبر دايدت ، خبري فلم جوړولو درسنۍ د رواني عملياتو دتکتيکونو اودحرفوي عمومي اړيکو دفنونو په باب خبرې کيږي .
دغه راز مينوي ددغې روزنيزې دورې  له شا ملانو څخه وغوښتل چې له برا بر شوي فرصت څخه دي په خپل فعال ګډون سره  زيا ته استفاده و کړي
په دي غونډه کې  د ايران د اسلا مي جمهوريت د مشهد ښار دخبر دپوهنځي ريي س ډاکتر سيدرضا اميرجهان شاهي هم ددغې روزنيزې دورې د پروګرامونو درازښت  په باب خبري و کړې او ويې  ويل په هغو څيړنو کې چې دخبريالي دفنونو دروزنيز پروګرام له پخواني دورې څخه ترسره شوي معلومه شوه  چې ددغه روزنيز پرو ګرام د دويم پړاو د عملي کولو لپاره انګيزې شته  .
ده ددغه شان روزنيزو پروګرامونو د جوړولو په خاطر دمشهددخبرپوهنځي دتياري يادونه وکړه اود مسلکي تجربو په تبادلې باندې يې ټينګارو کړ .
داطلاعاتو او فرهنګ و زارت د مطبوعاتو دنړيوال مرکز رئيسې مرضيې حباب هم په فرهنګي برخو په تيره بيا د دولتي رسنيو خبريالانو ته د روزنيزو د ورو د عملي کولو په برخه کې د ايران د اسلامي جمهوريت د همکاريو له ا مله دقدردانۍ په ترڅ کي دباخترآژانس خبريال ته وويل  : چى دمطبوعاتو نړيوال مرکز تل هلې ځلې کړي دي چې دخبريالي ،کمپيوټر اود ژورنالستا نو داړتيا وړ بيلا بيلو برخو کې دخپلو نړيوالو همکاريو په مرسته درسنيو کارکوونکو ته روزنيز پرو ګرا مونه جوړکړي .
دياد وني وړ ده ،  چې د دغه روزنيز پروګرام لومړي پړاو دمشهد ښاردخبر پوهنځي
په همکارۍ د روان کال  دثور په مياشت کې داطﻻاعاتو اوفرهنګ وزارت دمطبوعاتو په نړيوال مرکز کي جوړ شوي و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته