ټولنه

په بغلان کې د دوو کورنيو ترمنځ خونړى جګړه.

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ١٣
په بغلان ولايت کې دکورني تاوتريخوالي له امله دنيکمرغه کوچنى اختر په درشل کې تيره شپه يو تن ووژل شو او يو تن بل ټپي شو.
ويل کيږي وژل شوى او ټپي دوه ورونه دي چې دغه پيښه دپوليسو د وسلې له خوا دپلخمرى دنوى ښار په ساحه کې رامنځته شوې ده .
ددغو کسانو يو خپلوان حميد الله باختر آژانس ته وويل دغه دوه ورونه پښګري يې کوله او په کرائي کور کې يې ژوند کاوه دکور له خاوند سره يې ناندرې ووهلې چې په پاى کې دامنيې قوماندانۍ دامنيت دامر سکرتر لاسوهنه وکړه او له امله يې يو تن دهمدې پوليس له خوا ووژل شو او يو تن بل ټپي شو .
يوه اړونده خبرځاى وويل پوليس او د کور خاوند له ساحې څخه تښتيدلي دي او پوليس دهغوى په لټه کې دي .
ديادونې وړ ده چې دبغلان په ولايتي روغتون کې موظف ډاکتر د ټپي روغتيايي حالت خراب بللى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته