کابل باختر دسلواغي دويمه
دبلخ ولايت د ليسو ددولسمو ټولګيو دفارغانو دکانکور ازموينه نن په بلخ پوهنتون کې پيل شوه .
دباختر داطلاعاتي اژانس دخبريال دخبر له مخې دبلخ ولايت د ليسو له يوولسو زرو تنو فارغانو څخه چې په سلو کې پنځه ديرش يې نجونې دي ، د پولي تخنيک ديوتن استاد پوهاند اسرار تر نظر لاندې ديوه استول شوي هيئت له خوا دکانکور ازموينه اخستل کيږي .
داستول شوي هيئت رييس وويل په روان کال کې دتيرکال په پرتله فارغانو ته ښي اسانتياوي په پام کې نيول شوي دي .