کابل باخترد سلواغې ٢ نيټه :
د پروان ولايت د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکوسره د مبارزې پوليسو پرون په دغه ولايت کې شپيته کيلوګرامه چرس ترلاسه کړل.
د پروان د امنيې قوماندانۍ وياند محمدعالم مخلص د باخترآژانس خبريال ته وويل: دغه نشه يي توکي له شمال څخه کابل ته لېږدول کيدل چې د سالنګ په لويه لاره کې له يو کرولا موټر څخه ترلاسه شول.
ده وويل د دغو نشه يي توکو د لېږدونې په تور يو تن هم نيول شوى دى.
پاى ج ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ