امنیت

دطالبانو ديوجګپوړي غړې زوى په هرات ولايت کې ونيول شو

کابل باختردوږي دمياشتې ٢٠ :
دطالبانودډلې ديوجګپوړي دډلې ډاکترعبدالرحمن زوى په هرات ولايت کې ونيول شو
دهرات ولايت  دپوليسو مسوولين وايي: دطالبانو ددغه جګپوړي غړې زوى دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ دتروريزم ضد مديريت دکارکوونکو له خوا داپراتيفي عملياتو په بهيرکې په داسې حال کې چې په ورانکارو عملونو بوخت و، نيول شوى دى.
دهرات دپوليسوپه هغې خبرپاڼه کې چې باختراژانس ته رسېدلې ده، تورن د ويس په نامه بلل شوى دى .
دطالبانو دجګپوړي غړې ډاکتر عبدالرحمن زوى ويس دتروريزم ضد مديريت دکارکوونکو دچټک غبرګون دقطعې دپرسونل او د انجيل ولسوالۍ دپوليسو له خوا دانجيل ولسوالۍ  دکبابيانو په کلي کې داستوګنې ديو کور دلټولو په بهيرکې ونيول شو اوترپوښتنې لاندې دى.
داپه داسې حال کې ده چې د ډاکتر عبدالرحمن په نامه دتورن پلار چې دطالبانو يوجګپوړي او د اعتماد وړ شخص دى، څه موده مخکې دپوليسو دځانګړو واحدونو له خوا په  هرات ولايت کې نيول شوى دى .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته