امنیت

يوه افغانه نجلۍ چې د آلمان تابعيت لري د يرغمل نيوونکی له منګولوڅخه آزاده شوه

کابل باختر دليندۍ دمياشتې٢٧نيټه :
د کابل پوليسو يوه نجلۍ د کابل ولايت په مربوطاتوکې د يرغمل نيوونکی له منګولو څخه آزاده کړه .
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ : 
يوه افغانه نجلۍ چې آلماني تابعيت لري، په دغه هېواد کې د نجيب په نامه له يو تن سره له بلدتيا وروسته هغه په فريبکارۍ سره له آلمان څخه کابل ته ليږدولې وه او دوه کاله يې د کابل په بېلابېلو سيموکې د يرغملې په توګه ساتلې وه؛ د کابل پوليسو په هلوځلو سره دغه نجلۍ د کابل ولايت د بګراميو ولسوالۍ په مربوطاتوکې د يرغمل نيوونکی له منګولو څخه آزاده کړه.
دغې نجلۍ په خپلو څرګندونو کې ويلي دي: په دې موده کې له نجيب نوم سره بندي وم او د ده له خوا په وحشيانه ډول وهل او ډبول کېدم  .
نجيب د پوليسو له خوا نيول شوى او د قضيې په باب څيړنې دوام لري.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته