فرهنګ

رسانه يي انستيتوت جوړ شو

کابل باختردسلواغې دمياشتې   ٩ :

دافغانستان دازادو رسنيو ملاتړ کوونکې موسسې نى نن دنى  رسانه يي انستيتوت جوړ کړ.

دباختر اطلاعاتي اژانس  دخبرله مخې په هغې غونډۀ کې  چې له همدي امله   جوړه شوې وه درسنيو کتونکې رييس صديق الله توحيدي  خبري وکړي   او ويې ويل  چې دنى  رسانه  يي  انستيتوت  هغو خبريالانو ته چې غواړي په مسلکي  اوتخصصي ډول زده کړي وکړي دروزنې زمينه برابروي .

دتوحيدي دڅرگندونوله مخې دلنډمهالوپروګرامونوله لاري دخبريالانو روزنه درسنيو دتخصصي کېدولپاره  ګټورنه دى خواوس ددغه انستيتوت له لاري له لاري  خبريالانو ته د  دوامداري  زده کړي زمينه برابريږي .    

وروسته دنى  اجرائيوي  رييس عبدالمجيب خلوتګر وويل  ددوه کلنو رسانه يي کورسونو جوړول  چې په خپل ډول کې  په هيواد کې لومړني پروګرام دي په افغانستان کې درسنيو دپراختيا دبرابرولو  برخه بلل کېږي

ده وويل  رسانه يي انستيتوت دامريکا دپرمختيايي پروګرام او انترنيوز په مالي  اوتخنيکي همکاري پرمخ بيول  کېږي .

 دغه راز په دې غونډه کې داومريکا دپرمختيايي  پروګرامونو دديموکراسي  او حکومت کولو ددفتر مرستيال او په افغانستان کې دانترنيوز موسسي استازي ويناوي وکړي .

په پاى کې  دافغانستان درسنيو دلارښود کتاب چې  دنى دموسسي له خوا چاپ شوي دي دبرخه والو په واک کې ورکړشو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته