فرهنګ

د فلمونو ملي فستیوال او د فرهنګ د غوړېدا هیلې

– کابل / د لیندۍ ۱۱ مه / باختر
لس ورځې مخکې په کابل کې د فلمونو ملي فستیوال پيل شو. دغه فستیوال ته لاجورد نوم ورکړ شوی و. لاجورد د افغانستان یو قیمتي او زینتي کاڼی دی چې په ټوله نړۍ کې شهرت لري. ګڼ فلمونه دغه فستیوال ته استول شوي وو چې ژوري باید د هغوی له منځه تر ټولو ښه غوره کړي وای. د ژوري غړیو دا کار وکړ او پرون ماښام بریالي فلمونه معرفي شول او تندیسونه او ستاینلیکونه ورکړل شول. د دغه فستیوال جوړېدو د ملي فرهنګ او په تېره بیا د سینما هنر د غوړېدا او پیاوړتیا هیلې راوټوکولې.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
پر افغانستان د تېرو تپل شویو جګړو او ناخوالو یوه ناوړه پایله دا ده چې زموږ فرهنګ او هنر ته ستر زیان ورسېد. په ځینو برخو کې دا زیان د جبران وړ نه دی؛ لکه په بامیانو کې د بودا تاریخي مجسمې ویجاړول. که هرڅه وشي، ټول امکانات وکارول شي؛ بیا هم هغه زیان جبرانېدای نه شي. ښایي بله مجسمه جوړه شي، یا د پرمختللې ټکنالوژۍ په مرسته د حل کومه بله لاره ولټول شي؛ خو دا به هغه مجسمه نه وي، چې پېړۍ پېړۍ په بامیانو کې ولاړه وه او د نړۍ سیلانیان یې لیدو ته راتلل.
په ځینو نورو برخو کې بیا رسېدلی زیان جبرانېدای شي؛ خو ډېر کار غواړي، ډېر زیار غواړي او ډېره پانګونه غواړي. موږ باید د افغانستان فرهنګ او هنر ته د رسېدلو زیانونو د جبران لپاره کار وکړو، جدي کار وکړو او ګټور کار وکړو. له بده مرغه سینما هم په تېرو کلونو کې ډېر زیانونو ولیدل، ډېرې ناخوالې یې وزغملې. داسې پړاو هم و چې د سینما دروازې وتړل شوې او سینما ته تګ حرام وبلل شو.
د افغانستان په تاریخ کې د نوي پړاو له پیل سره جوخت، هیله او تمه دا وه چې د سینما هنر بیاراژوندي کولو، ودې او پراختیا ته به جدي پاملرنه وشي؛ خو له بده مرغه داسې ونه شول. په ټوله کې د فرهنګ او په ځانګړي ډول د سینما هنر ودې او پراختیا ته پوره او جدي پاملرنه ونه شوه. په دغو نږدې ۲۰ کلونو کې یوه سینما هم جوړه نه شوه. موږ د یوې سینما د بیارغاونې خبر او رپوټ وانه ورېد. د فلمونو د تولید په برخه کې که د خصوصي سینماګرانو هڅې او کوښښونه یوې خواته کېږدو، دولت کومه جدي پاملرنه ونه کړه. په داسې حال کې چې سینما کولای شول د امنیت په ټینګولو، د سولې په بسیا کولو او د ملت په یووالی او ویښتیا کې ستر نقش ولوبوي.
افغانستان داسې هېواد دی چې ګڼ خلک یې لا لیک لوست کولای نه شي. په دغه راز هېوادونو کې سینما ډېر مهم رول لوبوي. سینما کولای شي ملت د سترو موخو د ترلاسه کولو لپاره سره متحد او یو موټی کړي، ویې هڅوي، را ژوندی یې کړي او د بې توپیره پاتې کېدو له حالته یې راوباسي. موږ باید د سینما هنر ته پاملرنه ډېره کړو.
پای ته رسېدلي فستیوال وښوده چې زموږ سینماګران د ښو ښو فلمونو د جوړولو وړتیا، ځواک او استعداد لري. باید د دوی ملاتړ وشي. همدارنګه د افغان فلم د لاپیاوړي کېدو اړتیا ده. اوس د فلم جوړونې صنعت ډېر پرمختګ کړی دی او نوې ټکنالوژۍ ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي دي. ځیني وایي چې اوس د ټلویزیون او انټرنېټ عصر دی او سینما ته اړتیا نشته. دغه راز انګیرنه ناسمه ده.
په ډېرو پرمختللو هېوادونو کې سینماګانې ښه په درز کې چلېږي او ګڼ هېوادونه خو د فلمي صنعت له درکه هر کال میلیونونه ډالره ترلاسه کوي. افغانستان هم د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې فلمونه پېري او ډالر ورکوي. موږ باید د فلم په برخه کې خپل کورني تولیدات ولرو او داسې فلمونه جوړ کړو چې هغه زموږ د ټولنې له ملي او معنوي ارزښتونو سره اړخ ولګوي.
پای/ن.ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته