امنیت

اته تنه وسله وال مخالفين ووژل شول

اته تنه  وسله وال طالبان په کونړ کې وژل شوي   او اته تنه نور يې ټپيان شوي دي .

  افغان او نړيوال  ځواکونه ادعاکوي  چې په کونړ ولايت کې يې اته تنه وسله وال طالبان وژلى او اته  تنه نور يې ټپيان کړي دي .

 دختيځو ولايتونو دسرحدي پوليسو قوماندان مل پاسوال  امين الله امرخيل  دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل چې افغان اوبهرنيو ځواکونوتيره شپه دعملياتو په ترڅ کې وسله والو طالبانو ته دسرزيات زيان اړولي دي

 ده دسر دزيان دقيق شمير په ګوټه نه کړ خو زياته يې کړه چې دغه وسله وال  کسان  دروح الله خادم  په نامه دطالبانو د ډلې   په قوماندان پورې مربوط  و .

 له بله پلوه دسرحدي  پوليسو دلومړي زون دمطبوعاتو مسوول ادريس مومند دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل چې دائتلاف  ځواکونو تيره شپه دسرکاڼو  او خاص کونړ په ولسواليو کې  په وسله والو مخالفينو  ځپنده ګوزارونه کړي دي چې له امله يې اته تنه وژل شوي  او اته نور يې ټپيان شوي دي .

 ديادونې وړ ده   چې افغان او ائتلاف ځواکونو له يوې اوونۍ راپديخوا دکونړ او نورستان دولايتونو په ځينو سرحدي ولسواليو کې تصفيوي عمليات پيل کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته