امنیت

تبصره: د ډار اچوونې طلسم بايد مات کړو

کابل باختر دوږي دمياشتې ٢٢  نيټه  :
د ډار اچوونکي پالنه په سيمه او نړۍ کې د پاکستان د تجريد څرګند دليل دى.
خو د پاکستان سياستوالو تل پلمې کړې دي چې په دې باب سيمه او نړۍ وغولوي.
د باختر آژانس مبصر ليکي:
په نړۍ او سيمه کې وروستي انکشافات د دې حقيقت څرګندوى دي چې نور له ډار اچوونکو څخه د وسيلې په توګه د استفادې لپاره فرصت پاى ته رسيږي.
په سيمه کې هيڅ داسې هېواد نه پيداکيږي چې د ډار اچوونې د ودې په حال کې د جرړو په نسبت انديښمن نه وي. دغه انديښنه د دې سبب کيږي چې د سيمې هېوادونه هلې ځلې وکړي چې ددغې ناوړې پديدې له شرڅخه خلاصون پيداکړي.
دغه هلې ځلې چې په حقيقت کې د سيمه ييزې همغږۍ او نږديوالي اساسي انګيزه پياوړې کوي، د هغو هېوادونو ترڅنګ چې د وسيلې په توګه او يا په هدفمند ډول په سيمه ييزو سياسي او پوځي معاملوکې د ډار اچوونکو له شتون
څخه استفاده کوي، مشخص کړي دي.
اوس په سيمه کې ټول هېوادونه په دې پوهيږي چې د ډار اچوونې پيدايښت اوپيل په کوم ځاى کې دى او همدا اوس پټنځي يې په کوم ځاى کې دي .
د ځينو کارپوهانوپه باور: سيمه په اوس وخت کې نور د وسيلې په توګه دکار اخيستلو زغم نلري.
په هرصورت له ډار اچونې سره مبارزه د افغانستان د سيمه ييز سياست په سرکې ځاى لري. په دغه لومړيتوب په پوهيدو سره هڅه او هاند کيږي چې په سيمه ييزې اجماع سره دغه لوبې پاى ته ورسول شي .
د ډار اچوونې له شرڅخه د سيمې ژغورنه په ټولو برخوکې د سيمې د هيوادونو د نږديوالي زمينه برابروي. خو ځينې هېوادونه د افغانستان پرخلاف هلې ځلې کوي  چې د سيمې د هېوادونو ترمنځ اختلاف پيدا کړي او د دغو اختلافونو تر سيوري لاندې بيا هم  فرصت برابر کړي چې سيمه له اوسني حالت څخه ونه ژغورل شي.
په هرصورت د سيمې له هېوادونو سره د افغانستان نږديوالى له يو او بل هېواد سره د دښمنۍ مانا نلري. هغه هېواد چې د دغه نږديوالي له پلوه کړيږي، يوازې پاکستان دى ځکه څومره چې د سيمې هېوادونه له يوبل سره نږدې شي، د هغوى ترمنځ تجارتي، سياسي، فرهنګي او اقتصادي اړيکې پراختيا مومي، په هماغه اندازه په سيمه کې د ډار اچوونې طلسم پاى ته رسول کيږي.
پاىف ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته