ټولنه

دکاپيسا ولايت يوتن اوسيدونکي خپله مور او خور ووژلې

کابل  باختردسلواغې دمياشتې  ٧ :
يوه سړى تيره شپه په کاپيسا ولايت کې دخپلې  کورنۍ دوه تنه غړي ووژل .
دنجراب ولسوالۍ دامنيې قوماندانۍ مرستيال عبدالعليم باختراژانس ته وويل    ددغه  ولايت  دنجراب ولسوالۍ يوتن اوسيدونکي تيره شپه  خپله مور او خور په ډزوسره ووژلې.
خبرځاى  وويل  دوژنې انګيړه تراوسه پورې معلومه نه ده او په دې باب دپوليسو څيړنې پيل شوي دي.
دغه پيښه  په داسې حال کې  کيږي چې تيره اوونۍ  هرات ، فارياب  اوکابل دښځو پرخلاف  دتاوتريخوالي دڅوپيښو ډګر و.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته