امنیت

په هرات کې طالبانو سره دهمکارۍ په تور دشپږو تنو نيول کيدل .

-کابل باختر د زمري اوومه :
له طالبانو سره  په همکارۍ  شپږ تنه مشکوک کسان  دهرات ولايت  په شينډنډ ولسوالۍ کې  ونيول شول .
دغه کسان چې  دوسله والو طالبانو  له ډلې سره  دهمکارۍ  او ددولتي ضد وسله والو فعاليتونو  تور لګول شوي دي  تيره شپه دهرات ولايت  په شينډنډ ولسوالۍ کې  دملي اردو  دکوماندو دقطعې  په عملياتو کې  ونيول شول .
دغه عمليات  دهرات ولايت دشينډنډ ولسوالۍ  په زيرکوه کلي کې  ترسره شول  چې له امله يې  په دې سيمه کې دوسله والو مخالفينو له شتون څخه  دپنځو کليو په پاکولو سره  پاى ته ورسيدل .
دکوماندو دقطعې مسوولين وايي  چې په دغو عملياتوکې شپږ تنه دوسله والو طالبانو  له ډلې سره  دهمکارۍ په تور ونيول شول چې له هغوى څخه دکشفي ارګانونو دپوښتنې بهير دوام لري .
  ددغو مسوولينو دڅرګندونو له مخې ، په دغو عملياتو کې  دوسايطو ضد دوه ماينونه هم دملي اردو دکوماندو دقطعاتو له خوا  کشف او شنډ کړي شوي دي .
مقامات وايي  چې په دغو عملياتوکې چاته زيان نه دى اوښتى او همدا اوس دغه سيمې  دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې شوي دي .
دغه چاڼيز عمليات  په داسې حال کې ترسره کيږي چې په دې وروستيو وختو کې دشينډنډ په ولسوالۍ کې  دناامني دپيښو  کچه  لوړه شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته