سیاست

دپروان ولايت مستوفي او ددغه ولايت دکرنې اوبو لګولو او مالدارى رييس دخپلو کړنو اوفعاليتونو رپوتونه له رسنيو سره شريک کړل .

کابل باختر د ثور  شلمه :
دپروان ولايت مستوفي  اوددغه ولايت دکرنې اوبولګولو او مالدارى  رييس دخپلو کړنو اوفعاليتونو رپوټونه له رسنيو سره  شريک کړل .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، ملت ته دحکومت دځواب ويلو دمطبوعاتي کنفرانس په دويمه ورځ  دپروان ولايت مستوفي  او ددغه ولايت دکرنې اوبولګولواو مالدارى  رييس دپروان  والي دولايتي شورا داستازي ، ددولتي ادارو درييسانو او امرانو ، دمدني ټولنې دبنسټونو دمسوولينو ، دشفافيت  دمدافعانو ،  درسنيو دکارکوونکو او دخبريالانو په ګډون  په يوه غونډه دخپلو فعاليتونو اوکړنو رپوټونه  له رسنيو سره  شريک کړل .
  دپروان والي  فضل الدين عيار  ددغه ولايت په سيمه ئيزو ادارو کې  په مسووليت مننې او دکاري  ظرفيت په لرلو باندې ټينګار وکړ او خلکو  ته ددولتي ادارو دمسوولينو  دځواب ورکونې او شفافيت غوښتنه وکړه .
  دپروان  ولايت مستوفي عبدالواحد  قرلق وويل چې دغه مستوفيت  په  ١٣٩٧ مالي کال کې څه دپاسه اته ويشت مليونه افغانۍ ددولت حساب  ته تحويلې کړې دي چې له هغه څخه دمخکې کال په پرتله  دعوايد زياتوالى ښيي .
دغه راز دپروان ولايت دکرنې اوبو لګولو او مالدارى رييس عبدالوهاب  خيرزاد دتيرکال  دفعاليتونو په باب معلومات ورکړل او په يوه وخت کې دلسو ټنو انګورو په ظرفيت  دانګورو دپروسس ، دپنځه ويشتو زروچرګانوپه لرلو  سره دچرګانو دروزنې، ددوو فارمونو دتاسيس   د حيواني کلينيکونو ، سړو خونو ، دميوو دبڼونو او  داوبو لګولو دکانالونو دجوړولو په بزګرانو دکرنې داصلاح شويو تخمونو دويش ، دنباتي  او حيواني ناروغيو  دکنترول  ددرملو دويش او دزرګونو ډولي نيالګيو  دايښودلو خبرورکړ .
  ختم- ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته