کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٠
د بدخشان ولايت د شغنان او درواز د ولسواليو په تګلوري کې نن ٢٧ تنه مسافران د طالبانو له خوا وتښتول شول.
د بدخشان ولايت وياند احمد نويد فروتن د باختر آژانس خبريال ته وويل: د شغنان او درواز د ولسواليو په تګلوري کې ٢٧ تنه مسافران چې غوښتل يې د ارغنج خواه ولسوالۍ د دشت شيوه له لارې شغنان ته سفر وکړي؛ د طالبانو له خوا يرغمل نيول شوي دي .
ده وويل: په يرغمل شويوکسانوکې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ