کابل باختر دسلواغې شلمه :
دعامې روغتيا وزارت په پام کې لري چې دواکسين دپروګرامونو دمنظم تطبيق لپاره سيمه ئيز دايمي کارکوونکي استخدام کړي .
دعامې روغتيا وزارت دخپرونو رييس محمد اسمعيل کاووسي نن دباختراژانس خبريال ته وويل :دعامې روغتيا وزارت په پام کې لري چې دواکسينونو دتطبيق په باب ددقيقو رپوټونو دبرابرولو لپاره دايمي سيمه ئيز کارکوونکي استخدام کړي .
ده وويل : په دغه اقدام سره دغه راز دعامې روغتيا وزارت کولاى شي د واکسين په تيره بيا دپوليو واکسين دتطبيق پروګرامونه په منظم ډول په لرې پرتو سيمو کې په ماشومانو تطبيق کړي .
کاووسي وويل چې دغه پروګرام په لومړي ګام کې دننګرهار ، قندهار ،کونړ ، هلمند او دفراه دولايتونو په نهو ولسواليو کې عملي کيږي او وروسته دهېواد نورو ساحو ته پراخيږي .
ده وويل چې سيمه ئيز کارکوونکي دمعاش په بدل کې په دايمي ډول استخداميږي او په لومړي ګام کې دښځو او نجونو په ګډون دوه زره تنه ګومارل کيږي .
0 1 دقیقه لوستل