
کابل باختر د زمري اوومه :
د هېواد دفاعي او امنيتي ځواکونو په تيرو ٢٤ ساعتوکې دهېواد په بېلابېلو سيموکې دخلکو دسر او مال دساتنې او د ډار اچوونکو دځپلو په مقصد عمليات ترسره کړل چې په نتيجه کې اته تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه عمليات دننګرهار، غزني، پکتيا، روزګان، غور، فارياب او دکندز د ولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول چې په نتيجه کې اته تنه ډار اچوونکي ووژل شول او يوشمېر نور يې ټپيان شول .
دغه راز په دغو عملياتوکې ځينې سيمې هم د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شوې او د دښمن يوه اندازه وسلې او مهمات، اووه موټرسايکلونه او نور جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
ختم_ ج – اکرم