امنیت

امنيتي مقامات : فرا ه له لاسه نه وځي

کابل باخترد سلواغې ٢ نيټه  :
د فراه د والي وياند او د ٢٠٧ ظفر قول اردو   قوماندان وايي چې  دغه ولايت  به له لاسه  ونه وځي  .
د باخترآژانس  د خبر له مخې ؛  دوى  چې  نن  يې له خبريالانو سره خبرې کولې  وويل ؛  په دې وروستيو وختو  کې د فراه د ولايتي شورا غړو ، مدني فعالانو  او خلکو په دغه ولايت کې د خراب امنيتي  حالت له امله  اندېښنه څرګنده کړه او آن د طالبانو  له خوا د دغه ولايت  د مرکز نيول يي طرحه  کړل .
د فراه د ولايتي شورا غړي  جميلي اميني وويل  چې وسله والو طالبانو  په ښارکې نفوذ کړي دى  اوښايي يو لړ بريدونه ترسره کړي.
ده وويل امنيتي او دفاعي ځواکونه په دفاعي  حالت کې دي او وسله والو طالبان  له دغه فرصت څخه استفاده کړي ده او دښار تر دروازو پورې رسيدلي دي.
په همدې  حال کې د فراه  د والي وياند محمدناصر مهري  د وسله والو طالبانو له خوا د فراه ښار نيول رد کړل او په  راتلوونکو ورځو کې يې د امنيتي  حالت د ښه والي يادونه وکړه .
ده دغه  راز د فراه ولايت  دپشت رود او د بالابلوک  په ولسواليو او د فراه ښار په شاوخوا کې  د طالبانو د ځپلو په خاطر  د پراخو عملياتو دپيل  خبر ورکړ.
د ٢٠٧  ظفر قول اردو قوماندان هم په فراه ښار کې  د وسله والو طالبانو نفوذ
رد کړ او پر  طالبانو يې د امنيتي ځواکونو  د برلاسي خبر ورکړ  او ويې ويل چې د فراه ښار به له لاسه  ونه  وځي.        پاى  ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته