امنیت

د وردوج په تيرګران کې د طالبانو په سنګرونو بمباري

کابل – کابل د زمري دمياشتې ٥
د بدخشان ولايت د وردوج ولسوالۍ په تيرګران سيمه کې د وسله والو طالبانو په سنګرونو تېر ماښام د هوايي ځواکونو له خوا بمباري وشوه.
د بدخشان ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال سخيداد حيدري د باختر آژانس خبريال ته وويل: د هيواد هوايي ځواکونو تېرماښام د وردوج ولسوالۍ د تيرګران په ساحه کې د طالبانو په سنګرونو چې څو ورځې مخکې د طالبانو لاس ته ورغلې وه؛ عمليات ترسره کړل چې له امله يې د طالبانو سنګرونه په بشپړ ډول ويجاړ شول.
خبرځاى زياته کړه: د دغو عملياتو په بهيرکې ١٣ تنه طالبان ووژل شول او ٦ تنه نوريې ټپيان شول.
د يوبل خبرله مخې :
د وردوج ولسوالۍ د تيرګران ساحې د اوچي په کلي نن د طالبانو د هاوان د ماين د لګيدو له امله دوه تنه ماشومان شهيدان او دوه تنه نوريې ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته