امنیت

وسله والو طالبانو دوه تنه پوليسان شهيدان او دوه تنه نور يې ټپيان کړل .

کابل باختر د مرغومي اووه ويشتمه :
په هلمند ولايت کې تيره شپه دوسله والو طالبانو او دپوليسو دځواکونو ترمنځ نښته کې دوه تنه پوليسان شهيدان او دوه تنه نور يې ټپيان شول .
  دهلمند ولايت دسنګين ولسوالۍ  امنيه قوماندان څارمن حميدالله  دباختراژانس خبريال ته وويل دغه جګړه دهلمند ولايت دسنګين ولسوالۍ  په مربوطاتوکې  هغه وخت ونښته چې يوې ډلې  وسله والو طالبانو  دسنګين ولسوالۍ  په مربوطاتو کې دپوليسو  په امنيتي پوستو بريدونه وکړل .
  دده دڅرګندونوله مخې  امنيتي ځواکونو په متقابل بريد لاس پورې کړ او په نتيجه کې ېې  دوسله والو طالبانو  او دپوليسو دځواکونو ترمنځ  جګړه ونښته او له امله يې دوه تنه پوليسان شهيدان او دوه تنه نور يې ټپيان شول .
  يوه اړونده خبرځاى وويل چې ددغو عملياتو په بهير کې طالبانوته هم دسردروند زيان اوښتى دى  خو دقيق شمير يې معلوم نه دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته