امنیت

پنځه تنه وسله وال طالبان په لوګرکې ووژل شول

 کابل باختر دوږي دمياشتې ٢٢نيټه :
پنځه تنه وسله وال طالبان په لوګر ولايت کې ووژل شول او دوه تنه نوريې ټپيان شول.
د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي باختر آژانس ته وويل: وسله والو طالبانو تېره شپه  د لوګر ولايت د ازرې ولسوالۍ په سليم خيلو او خروټو کليوکې د سيمه ييزو پوليسو په امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې له غاښ ماتوونکي ځواب سره مخامخ شول .
د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند زياته کړه چې په دې جګړه کې پنځه تنه وسله وال طالبان وژل شوي او دوه تنه نور يې ټپيان شوي دي. د احمدزي د څرګندونو له مخې، په دې نښته کې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

ويل کيږي په دې جګړه کې د وسله والو طالبانو يوه اندازه چاوديدونکي توکي هم له منځه وړل شوي دي .
پاي ذکرالله
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته