کابل باختردزمري دمياشتې ٢٠ :
دهېواد په نهو ولايتونو کې د ملي اردو دځواکونوپه پرونيو چاڼيزو عملياتو کې ددولت دوه پنځوس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
دملي اردو ځواکونو دغه عمليات دکونړ، فراه ، زابل ،. روزګان ،غزني ، ميدان وردګو، پکتيا، کابل او دلغمان دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره کړل چې له امله يې ٥٢ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول ، ٢٨ تنه ټپيان او يوه اندازه وسله او مهمات ترلاسه شول او ٣٢ ماينونه کشف اوشنډکړى شول.
ديوبل خبرله مخې : دهېواد په بيلابيلو سيمو کې دوسله والو مخالفينو ددرندو وسلو دډزو اوپه واټونو کې دماينونو دچاودنې له امله دملي اردو شپږ تنه سرتيري شهيدان شول.
0 د یوې دقیقې څخه لږ