کابل باختر د زمري پنځه ويشتمه :
د کورنيو چارو وزارت له تروريزم سره د مبارزې رياست مسوولينو ادعاکړې ده چې د وسله والو طالبانو د ډلې د کوماندو قوماندان له دريو تنو افرادو سره يې په کندز کې نيولى دى .
دباختر آژانس دخبرله مخې: د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره له دريو تنو افرادو سره يې دوسله والو طالبانو د ډلې د کوماندو د برخې دقوماندان فيض الله نيول کيدل تاييدکړي دي او ويلي يې دي چې دى له افرادو سره يې هغه وخت ونيول شو چې د کندز ولايت د چاردرې په ولسوال کې يې د پوليسو په پوستې بريد وکړ .
1 د یوې دقیقې څخه لږ