کابل باختر د لړم د مياشتې ٢٠ نيټه :
په بادغيس ولايت کې نن د باران د اوبو د اتو زيرمو د جوړولو کار پيل شو.
د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د اطلاعاتو مسوول حبيب بهزاد باختر آژانس ته وويل: دغه پروژې د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د اوبو رسولو د ملي پروګرام له لارې د آبکمري ولسوالۍ په دريو کليوکې تطبيقيږي.
بهزاد زياته کړه چې دغه پروژې د خلکو په سلوکې د لسو په ونډې سره دڅه ناڅه اوو ميليونو افغانيو په لګښت عملي کيږي.
پاى جذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ