ټولنه

په لوګر کې پر بې وزلو کورنيو خوراکي توکي وویشل شول

کابل باختر د سلواغې ۲۹مه
په لوګر ولایت کې نن په بې وزلو کورنیو د ۳۵۰ ټنه خوراکي توکو د ویشلو لړۍ پیل شوه .
د لوګر له طبیعي پېښو سره د مبارزی رییس مطیع الله احمدزي د باختر آژانس خبریال ته وویل چې ۳۵۰ ټنه خوراکي توکي چې اوړه او وریجې پکې شاملې دي، د چین هېواد له خوا مرسته شوې ده او هغه کورنۍ چې د طبیعي پېښو له امله د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کی زیانمنې شوې دي؛ ویشل کیږي.
د لوګر والي محمد انورخان اسحاقزي له زیانمنوخلکو سره مرسته د دولت مهم او اساسي مسوولیت وباله او زیاته یې کړه چې دغه مرستې په مستحقوکسانو ویشل کیږي.
پای / شکریه

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته