امنیت

په پروان کې دوه غیر مسوول وسله وال کسان ونیول شول

کابل/دلیندۍ۳۰مه/باختر
دوه غیر مسوول وسله وال کسان پرون د پروان په بګرام ولسوالۍ کې ونیول شول.
د پروان امنیه قوماندان محمد محفوظ ولیزاده د باختر آژانس خبریال ته وویل: دغه کسان هغه وخت ونیول شول چې د دغې ولسوالۍ په قلعه نصرو کې د پوځیانو د ګزمې پر کاروان برید وکړ.
هغه وویل: پوځیانو په ساحه کې عملیاتو ترسره شول او دوه وسله وال کسان يې چې چادرۍ یې په سر وې؛ ونیول.
د یادونې وړ ده چې د پوځیانو د ګزمې پر کاروان په بریدکې یو غیر مسوول کس ووژل شو او یو پوځي شهید شو.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته