کابل باختر د غبرګولي ديارلسمه :
په زابل ولايت کې دشپږو تنو پوځيانو دوژل کيدو دعامل تښتيدلي سرتيري دموندلو او نيولو لپاره هلې ځلې هماغه شان دوام لري .
په دغه تښتيدلي پوځي تور لګول شوى دى چې څه موده مخکې يې د شينکي ولسوالۍ په سيوره کلي کې په خپله پوسته کې خپل شپږ تنه ملګري په ډزو سره وژلي او په خپله تښتيدلى دى .
د زابل ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر غلام جيلاني فراهي باختراژانس ته وويل چې دتښتيدلي سرتيري دموندلو او نيولو لپاره استخباراتي هلې ځلې دوام لري .
ده وويل: ډير ژر به دسيمه ئيزو پوليسو تښتيدلۍ سرتيري ونيول شي .
سيمه ييزو مسوولينو تراوسه پورې په دې اړوند چې آيا دغه يرغلګر پوځي له ډار اچوونکو ډلو سره اړيکې لرلې او که څنګه ، څه نه دي ويلي .
مخکې له دې په دغه شان پيښو کې دطالبانو ارتباطي کسانو د هېواد په ګوټ ګوټ کې په خپلو ملګرو بريدونه کړي دي .
0 1 دقیقه لوستل